د اوومي ناحیې اړوند د میربازار سړک ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۱:۴۱
Kandahar Municipality

کندهار والي الحاج روح الله خانزاده، کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات، دولایتي شورا غړی نعمت الله شیردلي د اوومي ناحیې د ګذرونو د وکیلانو او ولسي مشرانو په ملتیا د میربازار سړک چي دپنځو میاشتو په اوږدو کي یې رغنیزي چاري بشپړي سوې ګټي اخیستني ته وسپارئ، د میربازار د سړک پر پرانیستنه کندهار والي الحاج روح الله خانزاده خوښۍ څرګنده کړه چي د ولس دښېرازۍ او ورځني چارو ته داسانتیا په موخه یوه بله اساسي او بنسټیزه پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سول هغه دیاد سړک او په په ښار کښي د نورو رغنیزو سړکونو او پروژو په ساتنه کي د ښاریانو توجه او همکاري اړینه وبلل تر څو ټولي عام المنفعه پروژې د ښاریانو په همکاري ښه ساتل سوي وي، وروسته کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د خپلو خبرو پر مهال د یاد سړک د بنسټیزي معیاري جوړوني څخه د خوښۍ تر څنګ وویل کندهار ښاروالي دجهاني بانګ په مرسته او پخپله پرمختایي بودجه په ښارکښي رواني رغنیِزي پروژې لري چي په بشپړیدو سره به يې د ښار په بنیادي برخه کي بنسټیز تغیر راغلی وي، کندهار ښاروال د میربازار سړک په اړه وویل د یاد سړک پر رغنیزو چارو باندي

مبلغ/ اته پنځوس میلیونه یوسل دولس زره اووه سوه پنځلس اعشاریه نوي (۵۸،۱۱۲،۷۱۵.۹۰)افغانۍ لګښت راغلی چي د نړیوال بانګ د لاري ورکول سوی او د ښاري پانګي اچوني (cip)پروګرام دلاري تطبیق سوی دی.

د سړک اوږدوالی درې کېلومتره او سل متره ( ۳۱۰۰) دی

او لس متره بر لري.

د سړک په اوږدو کښي ۲۶ پلچکان.

د سړک د اوږدوالي په اندازه چرۍ جوړه

او ځیني ځایونه نوي جوړ سوي دي چي ۵۲۰۰ کاري ورځي ورباندي مسلکي او غیري مسلکي کارکونکو کار کړی دی ساختماني چاري یې د السیف دسړک جوړوني شرکت له لوري بشپړي سوي دي، د سیمي اوسېدونکو د یاد سړک په جوړونه خوښي ښوول او د کندهار ښاروالۍ څخه یې د منني تر څنګ د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د اوومي ناحیې اړوند د میربازار سړک ګټي اخیستني ته وسپارل سو.