په دیارلسمه ناحیه کي یو سړک جوړیږي.
د کندهار ښاروالۍ له لوري د منظم انکشاف په اساس د ښار د دیارلسمي ناحیې اړوند په عرفان ګذر کښي د سړک ډامبرولو د پروژې چاري عملاً پیل سوې .
یاد سړک د ۱۵۲۰متر په اوږدوالي ۸متر بر ډامبریږي ورسره په څنګ کښي د ۱۷۲۴متره په اندازه چرۍ، ۲۰۰دانې سلبونه، ۳۷.۸متره سنګکاري دېوال او ۴دانې RCCبکس پلچکونه په معیاري ډول جوړ سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي کندهار ښاروالۍ د ښار په ټولو ناحیو کي متوازنه پراختیا رامنځته کوي.