د یکلنګ سړک ګټې اخیستني ته وسپار ل سو.

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۱:۵۱
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د اوومي ناحیې د ولسي مشرانو په ملتیا د یکلنګ سړک ګټي اخیستني ته وسپاري.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د یاد سړک پر پرانیستنه خوښۍ و ښوول او یادونه یې وکړه یاد سړک کندهار ښاروالۍ د جهاني بانګ په مرسته ورغوئ د ښاغلي حیات په خبره کندهار ښاروالۍ په ښار کي نوري رغنیزي او بنسټزي رواني پروژې هم لري چي په بشپړیدو سره به یې په ښار کي بنیادي تغیر راغلی وي د یکلنګ سړک چي

۱۷۱۳ متره اوږدوالی

۱۲ متره برلري

د سړک په اوږدو کښي ۵ پلچکان لري

ترڅنګ یې د سړک په اوږدو کښي دواړو خواوته چرۍ او هري کوڅې ته پلچک جوړسوی دی.

د دې ترڅنګ د سړک دواړو طرفونو ته د پیاده تګ لاره جوړه او د چریو سرونه یې د کانګریټي چتونو پواسطه پوښل سوي دي.

پر یاد سړک باندي مبلغ/ ۴۱،۴۲۰،۳۶۷ -یو څلوېښت میلیونه، څلورسوه شل زره،درې سوه اووه شپېته افغانۍ لګښت راغلی دی .

چي د نړیوال بانګ لخوا ورکول سوی ، دیاد سړک بنسټیزي چاري د پنځومیاشتو په جریان کښي بشپړي سولې او د ښاري پانګي اچوني پروګرام( CIP)دلاري تطبیق سو او ورباندي ۵۴۰۰کاري ورځي مسلکي او غیري مسلکي کاریګرانو کار کړی دی، کندهار ښاروال د سړکانو د اساسي جوړولو تر څنګ د سړ کانو او عام المنفعه پروژو په ساتنه کښي د ښاریانو همکاري مهمه وبلل وروسته د اوومي ناحیې ولسي مشرانو د کندهار ښاروالۍ څخه د منني تر څنګ په چارو کښي د خپله اړخه د پوره همکاري ډاډ څرګند کړ.

Kandahar Municipality

یاده دي وي چي کندهار ښاروالۍ د ښار په پنځلسو ناحیو کښي د متوازني پراختیا په اساس ښاري خدمات برابروي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS