د هرات ښاروالۍ او کندهار ښاروالۍ د مشورتي بورډ تر منځ د افکارو اوتجاریبو شریکولو په موخه غونډه وسوه.

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۱:۲۱
د هرات ښاروالۍ او کندهار ښآروالۍ د مشورتي بورډ تر منځ د افکارو اوتجاریبو شریکولو په موخه غونډه وسوه

د سیمه ایزو ارګانونو دخپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو دمعینیت په همکاري د هرات ولایت د او کندهار ولایت د دوه اړخیزه همکاریو دتړون اوتفاهمنامې دامضاسره سم چي مخکي امضاسوې وه،نن د ویډیویي کمفرانس دلاري ددواړو ښاروالیو د مشورتي بورډونو د غړو ترمنځ غونډه وسوه او پرمهال یي پر مهمو موضاتو خبري وسوې.

په یادو موضوعاتو کي د هرات ښاروالۍ او کندهار ښاروالۍ مشورتي بورډ غړو دتجریبو شریکولو ،ښاري فرهنګ،کلتوري دودونو،ورځنیو چارو او نورو برخوکي معلومات سره شریک کړه او په ګډه یې ځيني پشنهادونه مرکزته وړاندي کړه.

دهرات د ښاروالۍ د مشورتي بورډ په استازیتوب د مشورتي بورډ مرستیال عبدالرحمن مولوي زاده خبري وکړې هغه د کندهار او هرات ښارواليو ترمنځ ددوه اړخیزه همکاریو تړون یو نیک ګام او ښه فرصت یاد کړ د طزالعمل سر ه سم یې دخپلو فعالیتونو به اړه معلومات شریک کړه چي د مشورتي بورډ د طرزالعمل سره سم یي ځانګړي کمیټې جوړي کړي چي د اصلاحی پلانونو په تطبیق کي،ښاري حکومتولۍ په پياوړتیاکي،د خلګو اوښاروالۍ ترمنځ په باور فضارامنځته کولوکي،د عامه مشارکت په زمینه سازۍ کي،دخصوصي سکټور او ښاروالۍ ترمنځ همږغۍ رامنځته کولوکي ،د مرکز او ښاروالۍ ترمنځ د طرزالعمل سره سم خپلي چاري ترتیب کول یاد کړه د ښاغلي مولوي زاده په خبره غواړي د کندهارښاروالۍ سره د دوه اړخیزه همکاریو د تړون دامضاپه اساس هم ورته چاري مخته یوسي او وخت پروخت خپلي تجریبې ورسره شریکي کړي او همدا ډول د کندهار ښاروالۍ له تجاریبو استفاده وکړي، وروسته د کندهار ښاروالۍ د مشورتي بورډ مرستیال حاجي نقیب الله حکیمي خبري وکړې ،هغه هم د مشورتي بورډ دطرزالعمل سره سم د کمیټو ټاکل هغه څه وبلل چي په اړوندو برخوکي یې کندهارښاروالۍ ته اوږه ورکړې ده،

د هرات ښاروالۍ او کندهار ښآروالۍ د مشورتي بورډ تر منځ د افکارو اوتجاریبو شریکولو په موخه غونډه وسوه د هرات ښاروالۍ او کندهار ښآروالۍ د مشورتي بورډ تر منځ د افکارو اوتجاریبو شریکولو په موخه غونډه وسوه

د ښاغلي حکیمي په خبره د کندهارښاروالۍ سره د انکشافي ،پرمختیایي ،تفصیلي پلانونواو نورو چارو په تطبیق کي د ښاروالۍ مشورتي بورډ هم مخکي همکاري کړې وه او هم اوس عملأ ورسره اوږه پراوږه کارکوي،د کندهارښاروالۍ دمشورتي بورډ مرستیال نقیب الله حکیمي وویل د هرات ښاروالۍ سره د دوه اړخیزه همکاریو تړون نه یواځي دا چي په فرهنګي ،کلتوري او ملي برخه کي یوه لاسته راوړنه ده بلکي د یادو دو ښارونو دمشورتي بوډونو ترمنځه د تجاریبو شریکولو لپاره یو بهترین فرصت رامنځته سوی چي باید ورڅخه اعظیمي استفاده وسي همدا ډول دکندهار ښاروالۍ د مشورتي بورډ مرستیال وویل دښاریانو شکایتونو ته یې رسیده ګي کړې،د ښاروالۍ د عیداتي منابعو په بډاینه کي مشورتي بورډ رغنده رول لوبول،دمرکز څخه دراغلي طرزالعمل سره سم یې ټولي چاري ښه تنظیم کول ښاروالۍ ته وخت پر وخت سالیمي مشورې ورکول هغه څه یاد کړه چي کندهار ښاروالۍ مشورتي بورډ کړي وه وروسته ښاغلي حکیمي یو شمیر پیشنهادونه هم د ښاروالیو چارو معینیت ته درلودل چي په سرته رسولو کښي به یې ټولو دمشورتي بورډونو غړوته خیر ورسیږي وروسته د ښاروالیو چارو معینیت استازي حظب الله نعمت زوي خبري وکړې او ددوه اړخیزه همکاريو د ارزښت ترڅنګ یې د کندهارښاروالۍ او هرات ښاروالۍ پر همېشنۍ ملګرتیا او د تجریبو شریکولوپه لاره کي ددوی پر لا هلو ځلو ټينګار وکړ.

د هرات ښاروالۍ او کندهار ښآروالۍ د مشورتي بورډ تر منځ د افکارو اوتجاریبو شریکولو په موخه غونډه وسوه د هرات ښاروالۍ او کندهار ښآروالۍ د مشورتي بورډ تر منځ د افکارو اوتجاریبو شریکولو په موخه غونډه وسوه

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د هرات ښاروالۍ او کندهار ښاروالۍ د مشورتي بورډ تر منځ د افکارو اوتجاریبو شریکولو په موخه غونډه وسوه.