د بادامو سرای یو شمیر تجارانو له کندهار ښاروال سره خپلي ستونزي شریکي کړې.

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۲:۳۰
د بادامو سرای یو شمیر تجارانو له کندهار ښاروال سره خپلي ستونزي شریکي کړې.

د څلرمي ناحیې د بادامو سرای یو شمیر تجارانو له کندهار ښاروال سره دهغه د کار په دفتر کي وکتل او پرمهال یې خپلي یو شمیر ستونزي ورسره شریکي کړې.

د بادامو سرای تجارانو وویل د دې لپاره چي سرای پر خپل ځای پاته سي،خلګ بې کاره او بې وزګاره ونه اوسي،د وچي مېوې تجاران په عادي توګه سره خپلي ورځني چاري مخته یوسي نو د ښاروالۍ څخه غوښتنه لرو چي په دې برخه کي زموږ سره همکاري وکړي،وروسته کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات دوی ته په خبرو کي وویل بیکاري په عموم کي ټول هیواد ځپلی دی او کندهار ولایت هم یو له هغو ولایتونو څخه دي چي سخته بې کاري پکښې ده چي د ښاغلي حیات په خبره د بې کارۍ څخه زیات رنځ وړي ولي ددې لپاره چي کاري فرصتونه یې برابرکړي وي،خلګوته یې د کاري زمینې د برابرولو په څنګ کښي د هوسااو ارام ژوند زمینه سازي کړې وي هڅه او کوښښ کوي چي خلګو ته د کارکولو فرصت برابر کړي،د ښاغلي حیات په خبره کندهارښاروالۍ به یاده موضوع ستاسو سره په ګډه دخبرو د لاري حل کړي او د موجوده ستونزي د حل او فصل په برخه کښي به په قانوني توګه سره یاده موضوع تعقیب او مخته یوسي ترڅو دلته خلګ هم بې کاره او بې روزګاره ونه اوسي او هم د وچي مېوې تجارانو ته سهولت رامنځته سوي وي.
 

د بادامو سرای یو شمیر تجارانو له کندهار ښاروال سره خپلي ستونزي شریکي کړې. د بادامو سرای یو شمیر تجارانو له کندهار ښاروال سره خپلي ستونزي شریکي کړې.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS