په کندهار ښار کښي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسيسې رئیس او علمي غړو کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وستایه!

mohammadi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۳:۵۱
د کندهار ښاروال ستاينه.

د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په کاري دفتر کښي په همدې موخه مجلس جوړ سوئ وو چي پر مهال یې د کندهار ښاروال ترڅنګ د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب هم ګډون کړئ وو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسيسې بنسټګر او مشرتابه ډاګټر نقیب الله افغان وویل: موږ ویاړو چي د خپلو ګرانو ښاریانو د روحي سکون او ښاري ژوندانه لپاره کندهار ښاروالۍ په هره برخه کښي کار کړئ دی او په پخپلو روانو پروژو کښي یې په زیات شمیر خلګو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي،ښاري نوښتونه رامنځته سوي دي او د ښار بڼه مثبت لوري ته اوښتې ده هغه وویل: د کندهار ښاروالۍ روانو پرمختیایي چارو موږ اړ کړو چي د کندهار ښاروال تقدیر کړو او هم د ښاروالۍ د مامورینو لپاره (۰ ۲ )  سکالرشیفونه تحفه کندهار ښاروال ته ورکړو،وروسته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسيسې نورو عملي غړو د خپلو فعالیتونو په اړوند په مکمل او مفصل ډول کندهار ښاروال ته معلومات ورکړه وروسته کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وویل: موږ دخپل ګران ښار خادمان یو،موږ به تل هڅه وکړو چي ددې تاریخي ښار په ټولو برخو کښي اسانتیاوي رامنځته کړو خلګو ته کاري فرصتونه برابر کړو،په مساوي اندازه ښاري پرمختیایي چاري نوري هم چټکي کړو او په ګډه سره داښار د یوه ښه تهذیب نمونه وګرځوو وروسته کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب د دوئ له علمي کهول او ټولو غړو څخه خاصه مننه وکړه چي د دوئ چاري اوکارونه یې له نږدې مشاهده کړي دي هغه د خپله طرفه د علمي کهول او فرهنګي ادرسونو سره په هره برخه کښي د پوره همکارۍ ډاډ وکړ وروسته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسيسې رئیس او غړو کندهار ښاروال ته ستاینلیک ورکړ او هم یې د تحفې په شکل سکالرشیفونه ( ۲۰ ) په وړتیا توګه سره ورته ډالۍ کړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښار کښي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسيسې رئیس او علمي غړو کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وستایه!