د نیالګیو کښېنولو او سرسبزۍ په موخه د کندهار ښار عزتمن او معزز اولس ته د کندهار ښاروال (حسن حاجي صاحب) پیغام!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۳:۴۲

د کندهار ښار ډیرو قدرمنو ښاریانو اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!

دا چي د نیالګیو او سرسبزۍ بهترین موسم دی ،په همدې اساس زه د کندهار ښاروال په توګه پر تاسو ګرانو او وطن مینو اولسونو ږغ کوم چي د خپل ګران اشرف البلاد تاریخي کندهار ښار په سرسبزه ساتنه او سمسورتیا کښي زما سره اوږه پر اوږه ودریږي،پخپلو اړوندو ساحو کښي نیالګي کښېنوئ،پالنه یې وکړئ او هم د پخوانیو نیالګیو پاملرنه هم د یاده مه باسي،ستاسو ګرانو او قدرمنو ښاریانو په همکارۍ سره به موږ وکولائ سو د کندهار ښار په ټولو ناحیو کښي زرغون کمربند فعاله کړو،د ښار موجوده سرسبزي وساتو او هم له نوي نوښتونو کار واخلو،کندهار ښاروالۍ به د هر کال په څېر سږکال هم د ښار د زرغون ساتلو په موخه نیالګي کښېنوي ولي ستاسو ګرانو ښاریانو همکاري هم اړینه ده،موږ اوتاسو په ګډه سره کولائ سو چي د سمسور او زرغون کندهار ښار په درلودلو سره هر وخت د ښه تهذیب او ښه نظافت ښه نماینده ګي د ځانه سره ولرو.

د اسلام مبارک او سپېڅلي دین موږ ټول مسلمانان په وار وار پر نیالګیو کښېنولو باندي مکلف کړي یو او هم د اسلامي نړۍ پوهانو د سمسورتیا او سرسبزۍ لپاره خورا ډيري مقالې لیکلي دي ترڅو د بشریت ژوندانه ته له دې مهي لاري نور ښه سهولتونه او روحي سکون اجاد سوئ وي.

زه به سږکال هم کوښښ وکړم چي د خپلو همکارانو اوستاسو ګرانو کندهار ښاریانو سره په ګډه همږغي د نیالګیو کښېنولو پروګرامونه په ښه توګه سره مدیریت کړم ولي دا تاریخي ښار د سرسبزۍ او سمسورتیا په عرصه کښي لا ډیر کار ته اړتیا لري تاسو ګران ښاریان یو نیالګي د ځان او نیالګي د ګران هیواد لپاره په خپلو اړوندو ساحو کښي کښېنوئ.

دیوه سرسبزه او سمسور افغانستان په هیله

په درنښت

کندهار ښاروال

حسن حاجي صاحب

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د نیالګیو کښېنولو او سرسبزۍ په موخه د کندهار ښار عزتمن او معزز اولس ته د کندهار ښاروال (حسن حاجي صاحب) پیغام!