نوښت! کندهار ښاروالۍ د خپلو نوښتونو په لړ کښي داځل د ښاروالۍ پطرول پمپ رغنیزي چاري پیل کړې:

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۵
افتتاح پطرول پمپ

کندهار ښاروال حسن صاحب پر داسي مهال چي سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند،د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب،د انحصاراتو رئیس،د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس م ل وي حاجي نور احمد سعید او مرستیال ښاغلی شمس الله صمیم ،د کندهار ښار یو شمیر دیني عالمان او د ښاروالۍ تخنیکي ټیم ئې ملتیا کول د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کښي د پخواني لمر رسټورانټ پر ځای د پطرول پمپ رغنیزي چاري شروع کړې،دغه پطرول پمپ چي تر راتلوونکو درو میاشتو پوري ئې مبارک ساختماني شرکت رغنیزي چاري بشپړوي ( ۷۴ (لکه افغانۍ لګښت باندي راځي چي د کندهار ښاروالۍ د پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي،کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په پرانیست مراسیمو کښي وویل: ددې پطرول پمپ په جوړیدو سره به د ښاروالۍ په عوایدو کښي زیاتوالی راسي،د ګرانو ښاریانو لپاره به په ښه کیفیت تیل برابر سي،ورسره په څنګ کښي به په ښه کیفیت موټر شوئي جوړه سي،د مبلینو لپاره ځای جوړول،د ښاریانو د سهولت لپاره عامه تشنابونه جوړول،کانتین جوړول او نور مهم ښاري سهولتونه دا مهمه پروژه کښي شامل دي،د کندهار ښاروال په وینا: ددې پطرول پمپ سایوان به په ښه موډرن شکل د الکوبان څخه جوړ سي چې دې تاریخي ښار ته به نوره هم ښکلا ور وبخښي،کندهار ښاروال ددې اساسي پروژې مبارکې ټولو کندهار ښاریانو ته وویل،وروسته د کندهار ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند ددې پروژې نور تخنیکي اړخونه تشریح کړه او دا پروژه یې د کندهار ښاروالۍ په تاریخ کښي یوه بنسټیزه پروژه یاده کړه. د سکټوري رئیس په خبره ددې پروژې په پلي کولو سره به ښه ښاري نوښت او سهولت ته لاره هواره سوې وي،وروسته د سیمي مخور دیني عالم شیخ مولوي اختر محمد زعفراني صاحب عالمانه وینا وکړه او د کندهار ښاروالۍ اوپرسونل روان پرمختیایي فعالیتونه یې وستایل،همدا ډول د انحصاراتو رئیس هم ددې نوښت مبارکي کندهار ښاروال او د ښاروالۍ کاري پرسونل ته وویل وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس م و ل وي حاجي نور احمد سعید خبري وکړې: هغه وویل د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب نوښتونه او پراخ انکشافي کارونه دقدر وړ دي ،ټول ښاریان باید د ښاروالۍ د روانو پلانونو ملاتړ وکړئ هغه د خپله طرفه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ داپه داسي حال کي ده چي کندهار ښاروالۍ په ټوله ښار کښي پرمختیایي پروژې راپیل کړي دي او د ښاروالۍ په هره پروژه کښي په زیات شمیر خلګو ته کاري فرصتونه پیدا سوي وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

نوښت! کندهار ښاروالۍ د خپلو نوښتونو په لړ کښي داځل د ښاروالۍ پطرول پمپ رغنیزي چاري پیل کړې: