کندهار ښاروالۍ په ( ۴ ) ناحیه کښي د ښاري خبرو اترو مجلس ترسره کړ!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۰:۳۵
مجلس

سې شنبه ۲۳ /۳ /۱۴۰۲ هـ ش کال

د کندهار ښاروالۍ له لوري په څلورمه ناحیه کښي د ښاري خبرو اترو مجلس جوړ سو، چي په کښي د ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي آمر، د ښاري حکومتولۍ آمر، د ټولنیزو او فرهنګي چارو مدیر، د څلورمي ناحیې آمر، او نورو اړوند مسؤلينو ګډون کړئ وو.

یاد پروګرام د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره راپیل سو. ور پسې د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر (رفيق احمد قريشي) د برنامې موخي او اهداف و ګډونوالو ته بیان کړل، وروسته د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري آمر (حسن الله اجواد) د خپلو انکشافي او پرمختیايي پروژو اړوند معلومات و ګډونوالو ته وړاندي کړل او هم ئې د هغه فعاليتونو څخه يادونه وکړل چي د ښاروالۍ له لوري په څلورمه ناحيه کښي ترسره سوي دي.

ور پسې د همدې سيمي د ګډونوالو په نماينده ګي يو تن خبري وکړې او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل چي په څلورمه ناحيه کښي يې خپل انکشافي فعاليتونه زيات کړي، او هم يې خپل غوښتني او پښتني د کندهار ښاروالۍ له مسؤلينو سره شريکي کړې، د دوئ پوښتنو ته د موجوده مسؤلینو لخوا په تفصیل سره جوابونه ورکول سو.

ياده غونډه د اختتاميه دعاء په ويلو سره پاى ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په ( ۴ ) ناحیه کښي د ښاري خبرو اترو مجلس ترسره کړ!