د کندهار ښاروالۍ له خوا په پنځمه ناحیه کښي د ښاري خبرو اترو مجلس ترسره سو!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۸:۳۱
ښاري خبري اتري

چهارشنبه ۲۱/۴/۱۴۰۲ هـ ش کال.

د ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي نماینده، د ښاري حکومتولۍ آمر، د ټولنیزو او فرهنګي چارو آمر، د پنځمي ناحیې آمر، د آمنیتي او استخباراتي ادارو استازو او همدا رنګه د همدې ناحیې اولسي مشرانو او ځوانانو ګډون کړئ وو.

د اجنډا مطابق د ښاري خبرو اترو د مجلس موخي او اهدافو په اړه عامه پوهاوئ وګډون والو  ته ورکول سو، ورپسې د کندهار ښاروالۍ د تخینکي او سکټوري ریاست نماینده انجینر ظاهر د پنځمي ناحیې اړوند د پرمختیایي چارو، روانو انکشافي پروګرامونو او پراخو فعالیتونو په اړه د همدې سیمي اوسېدونکو ته معلومات ورکړل او د خپلي وینا په پای کښي ئې د پنځمي ناحیې له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړل، چي خپل د کورونو د صفایي مالیه پر وخت تحویل کړي، ترڅو کندهار ښاروالي وکولائ سي په منظم ډول خپل انکشافي کارونو ته دوام ورکړي، ترڅو ښاریانو ته نور هم د ښه سهولت زمینه برابره سي.

ورپسې په یاد مجلس کښي د پنځمي ناحیې په سطحه باندي د همدې ناحیې امنیتي او استخباراتي مسؤلینو او استازو هم د همدې سیمي اوسېدونکو ته په امنیتي برخه کي خپل معلومات شریک کړل او د سیمي اوسیدونکو څخه ئې زیات خوښي وښودل چي د ښه امنیت په راوستلو کي زموږ سره پوره همکاري کوي او دوی ته ئې د ښه امنیت راوستلو په اړه ډاډ او اطمینان هم ورکړ.

د مجلس په وروستۍ شېبو کي په ترتیب سره ګډونوالو خپل سوالونه او غوښتني د ښاروالۍ له مسؤلینو او نورو ادارو له استازو سره شریکي کړې، چي د موجوده مسؤلینو لخوا په تفصیل سره جوابونه ورکول سول.

ياده غونډه د اختتاميه دعاء په ويلو سره پاى ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ له خوا په پنځمه ناحیه کښي د ښاري خبرو اترو مجلس ترسره سو!