د ښاري نظم ګډ کمېسيون پر احمدشاهي جاده باندي جدي نظارت ترسره کړٸ

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۵
د ښاري نظم کميسون

دکندهار ښاروالي اړوند د ښاري نظم ګډکمېسیون له خوا داحمدشاهي جادې دسرسبزۍ اوښکلا ساتلو په موخه د څو ځلي جدي خبرتیاوو وروسته دهمدې عمومي جادې هغه سماوارونه، هوټلونه او نور پلورنځي چي بیا ئې هم د جادې په منځ او پياده روونو باندي خپل کاروبارونو ته ادامه ورکړې وه، دهمدې ګډ کمېسیون په همکاري عملاً ورباندي دنظارت چاري ترسره سوې.

دنظارت په دې پړاو کي د ښاري نظم ګډ کمېسیون د جادې په منځ او پياده روونو باندي د ټولو سماوارچیانو، هوټلونو او نورو پلورونکو سمان آلات راټول او ظبط کړل او سرغړونکي کسان ٸې د توسعه کولو په موخه امر بالمعروف ونهي عن المنکر رياست ته معرفي کړل.

د یاد نظارت په جریان کي په ښار کي د هغه خود سرانه پارکېنګونو یا تم ځایونو مخه هم ونیول سول، کوم چي د کندهار ښاروالۍ څخه د فعالېت جواز نه لري او پرعامو پياده روونو باندي يې پارکينګونه جوړ کړي وه، مسؤلین ئې و امربالامعرف ریاست ته معرفي سول.

د یادوني وړده، چي دښاري نظم کمېسیون د ښار سمسورتیا او سرسبزۍ ترڅنګ د ښاري نظم د راوستلو په موخه تل هڅه کوي، ترڅو هغه موانع لیري کړي، چي د ښاریانو د تکلیف او د ښاري نظم داخلال سبب ګرځي.

د ښاري بې نظمۍ د ختمیدو په موخه ټولو ښاریانو ته په کارده، چي د ښاري نظم او سمون په راوستلو کي پراخه ونډه واخلي،ځکه چي ښاري نظم د ټولو ښاریانو دنده ده!

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ښاري نظم ګډ کمېسيون پر احمدشاهي جاده باندي جدي نظارت ترسره کړٸ