د څوارلسمي ناحيې خلکو د ۶۴۰۰ تنو ښاريانو د تنفس له پاره د لازمي هوا زمينه برابره کړه

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۷
distract 14

د څوارلسمي ناحيې خلکو د ۶۴۰۰ تنو ښاريانو د تنفس له پاره د لازمي هوا زمينه برابره کړه
شنبه/ ۱۲- سلواغه – ۱۳۹۸
د کندهار ښار د څوارلسمي ناحيې خلکو او د هغوی استازو د کندهار ښاروالي د نيالګيو راټولولو له کمېټې سره د ۱۶۰۰ بوټو نيالګيو مرسته وکړه. د ژوند په چاپېريال کي د سرسبزي شتون لازمي دی او دا ځکه چي هر نيالګی لږ تر لږه د ۴ کسانو له پاره د باکيفيته ژوند تر ټولو حياتي وسيله پاکه هوا (اکسيجن) برابروي.
دغه نيالګي چي نن يې کندهار ښاروالي ته وسپارل، په ۱۴ ناحيه کي ايښودل کېږي. د کندهار ښاروالي د مشورتي بورډ مرستيال او د څوارلسمي ناحيې د خلکو استازي حاجي نقيب الله حکيمي د نوموړي ناحيې د خلکو او د هغوی د استازو په استازولي وويل، دوی د مسؤلو ښاريانو په توګه يوازي له ښاروالي څخه خپل حقوق نه غواړي، بلکي د ښار او ښاروالي په وړاندي خپلي وجيبې هم پر ځای کوي، چي د نننيو نيالګيو برابرول يې بېلګه ده. ښاغلي حکيمي هيله څرګنده کړه چي د کندهار ښار د نورو ناحيو اوسېدونکي او د هغوی استازي هم د نورو برخو تر څنګ له کندهار ښاروالي سره د اړتيا وړ نيالګيو په برابرولو کي مرسته وکړي.
د کندهار مرستيال ښاروال حاجي محمد نسيم رضائي د څوارلسمي ناحيې له اوسېدونکو څخه مننه وکړه چي له خپل ښاري مسؤليت سره سم يې د کندهار ښار د چاپېريال په سمسورولو کي ونډه اخيستې او دا ۱۶۰۰ بوټي نيالګي يې په خپل شخصي لګښت چمتو کړي دي. هغه وويل، دا نيالګي به د څوارلسمي ناحيې په هغو سيمو کي کښېنول سي چي د کندهار ښاروالي د چاپېريالي سمسورتيا د پلان له مخي ورته اړتيا وي.
کندهار ښاروالي سږ کال د اړتيا وړ نيالګي ځکه د خلکو په مرسته چمتو کوي چي د نورو کلونو خلاف سږ کال هغه پيسې چي د نيالګيو پر رانيولو لګول کېدلې، هغه به د کندهار ښار د ښاري نيالګيو د آبيارۍ سيسټم پر معياري کولو لګول کېږي، تر څو د کندهار ښار د سرسبزه ساحې پراخولو او د نيالګيو زرغون ساتلو ته زمينه برابره سي.
د يادولو وړ ده چي تر دې مخکي د کندهار نورو بااحساسه ښاريانو هم له کندهار ښاروالي سره د نيالګيو د راټولولو کمېټې په وساطت مرسته کړې ده، چي د ښاروالي مقام يې قدراني کوي. د کندهار ښار هر بااحساسه اوسېدونکی چي غواړي له کندهار ښاروالي سره د نيالګيو مرسته وکړي او د کندهار ښار په سمسورولو کي ونډه واخلي، کولای سي د نيالګيو راټولولو کمېټې سره په اړيکه کي سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS