کندهار ښاروالي د ډنډ چوک لوېدیځ طرف ته د ملاحسن اخوند واټ عمومي اوفرعي سړکونه جوړوي .

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۰:۴۱
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر دا سي مهال چي د ښاروالي انجنیري ټیم او د شپږمي ناحیې ولسي مشرانو او استازو یې ملتیا کول د ښار د شپږمي ناحیې اړوند د ډنډ چوک لوېدیځ طرف ته د ملاحسن اخوند واټ عمومي سړک افتتاح کړ چي د ښاغلي حیات په خبره د روان مالي کال تر وروستیو پوري به یي چاري تکمیل سي .

یاد سړک چي ۶۲۵۸متره مربع مساحت لري ۶،۶میلونه افغانۍ ورباندي لګښت راځي چي د کندهار ښاروالي د پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي .

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د یاد سړک د پرانیستلو پر مهال وویل یاد سړک په معیاري او اساسي توګه سره جوړیږي چي د شپږمي ناحیې اوسېدونکوته د سهولت راوستلو ترڅنګ په کندهار کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصیلینو لپاره هم سهولت اجادوي هغه پر کندهار ښاریانو ږغ وکړ ښاروالي یوه تصدي ده خپل ټول خدماتي فعالیتونه د ښاریانو له عوایدو تمویلوي که ښاریان خپل دصفایي ټکسونه او محصولات پروخت تحویل کړي کندهار ښاروالي به نوره هم توانېدلې وي متوازنه پراختیا رامنځته کړي په ورته وخت کښي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو،د شپږمي ناحیې ولسي مشرانو او استازو د کندهار ښاروالي څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه چي دښاروالي سره به تل همکاري کوي او په ګډه به دښار د پرمختګ او ترقۍ پر لوري ګام اخلي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ډنډ چوک لوېدیځ طرف ته د ملاحسن اخوند واټ عمومي اوفرعي سړکونه جوړوي .