د کندهار ښاروالۍ د یوولسمي او ددولسمي ناحیې د ګذرونو انتخابات وسول !

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ د لوري د ګذرونو د انتخاباتو لپاره د جوړي سوي کمیټې په موجودیت کي د یوولسمي ناحیې د اول، دریم او پنځم ګذر لپاره انتخابات ترسره سوه، چي پکښي د ۱۱مي ناحیې اول ګذر لپاره عبدالصبور صافي د سیال نه درلودلو په صورت کي وکالت وګټئ، اقبال د دریم ګذر لپاره د سیال نه درلودلو په صورت کي وکالت وګټئ او محمد حنیف د پنځم ګذر لپاره د سیال نه درلودلو په صورت کي د ګذر د وکیل په حیث وټاکل سو .

د دوولسمي ناحیې د اول ګذر لپاره محمود د عبدالروف زوی د سیال نه درلودلو په صورت کي د ګذر وکیل وټاکل سو، د څلرم ګذر لپاره دوه کاندیدان وه چي رفیع الله د عطاجان په ګټه تیر سو او نوموړی عطاجان د بل سیال نه درلودلو په صورت کي د څلرم ګذر وکیل وټاکل سو، د پنځم ګذر لپاره درې کاندیدان وه چي باچا ورته تېر سو، د مطیع الله کتابجې کمي وي او محمد عیسی د ۱۸۴ تایید کتابچو په اساس د پنځم ګذر وکیل وټاکل سو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د یوولسمي او ددولسمي ناحیې د ګذرونو انتخابات وسول !