دریمه ناحیه کي د ګذر خبرو اترو مجلس جوړ سو.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۳:۱۰
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شا هاشمي پر داسي مهال چي د ښاروالي سکټوري او تخنیکي امر،د ناحیې امر او په دریمه ناحیه کي د مربوطه سکټورونو استازي او د ناحیې مشرانو ګډون درلودی د ښاري خبرو اترو پرمهال یې مخامخ توګه مشکلات، وړاندیزونه او پیشنهادات سره شریک او مطرح کړه.

په ننني مجلس کښي د ښاري حکومتولۍ رئیس د دې ډول پروګرامونو پر اهمیت، دخلګو او دولت ترمنځ پر ښې همږغۍ ، د خلګو لپاره د دولت له روانو پلانونو څخه خبراوی او نور هغه څه یاد کړه چي د دې ډول پروګرامونو په اساس خلګ کولای سي معلومات تر لاسه کړئ.

وروسته په وار سره د دریمي ناحیې امر عبدالقوي قادري د ناحیې دعمومي حالت په اړه معلومات وړاندي کړه، سکټوري او تخنیکي امر د ښاروالۍ لخوا د روانو پروژو پلانونو او رغنیزو چارو په اړه معلومات وړاندي کړه دده وروسته د مربوطه امنیتي او سکټوري اداراتو استازو یو په یوه خبري وکړې او د خپلو فعالیتونو په اړ ه یي معلومات شریک کړه وروسته ددریمي ناحیې مشرانو او استازو چي دمربوطه سکټورونو څخه کومي پوښتني د رلودلې د مربوطه استازو لخوا ورته جوابونه وویل سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

دریمه ناحیه کي د ګذر خبرو اترو مجلس جوړ سو.