په کندهار ښار کي د نیالګیو کښېنولو لړۍ پیل سوه.

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۹:۵۸
Kandahar Municipality

کندهار والي الحاج روح الله خانزاده پر داسي مهال چي د ولایت مقام مرستیال فیصل شیرزی، په ولسي جرګه کي د کندهار دخلګو استازی حاجي سیداحمد سیلاب، کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات او د سکټوري ریاستونو رئیسانو یې ملتیا کول په کندهار ولایت مقام کښي دنیالګیو کښېنولو لړۍ پیل کړه کندهار والي الحاج روح الله خانزاده له ښاریانو وغوښتل د ښار په سرسبزه کولو کي نیالګي کښينوي او پروخت یې پالنه وکړئ،وروسته کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات دخپلو خبرو پرمهال وویل سږ کال کندهار ښاروالي ۳۰زره نیالګي د کندهار ښارپه بېلابیلو برخو کښي کښېنوي، او معیاري پالنه یې کوي همدارنګه کندهار ښاروال پر کندهار ښاریانو ږغ وکړ چي د تیر کال په څېر د ښاروالي سره د نیالګیو په مرسته کي کومک وکړئ ترڅو کندهار ښاروالي وکولای سي هم یې کښېنوي او هم یې پالنه وکړي ولي هغه پیسې چي کندهار ښاروالي یې دنیالګیو د رانیولو په برخه کي په پلان کي نیسي هغه پیسې په معیاري او اساسي توګه سره دنیالګیو اوبو ورکونه او اساسي سیسټم جوړونه باندي مصرف کوي چی ښه مثال یې کندهار ښاروال د ښار د مهمي جادې شهید لوی پاسوال عبدالرازق خان جاده یاده کړه چي د نیالګیو لپاره هلته ورته په اساسي توګه سره د اوبو ورکوني سیسټم جوړ سوی دی وروسته په وار سره د چاپیریال ساتني،کرهڼي او د ارغنداب د دریایي حوزې مسؤلینو هم خبري وکړې او د روان کال لپاره یي د نیالګیو په کښېنونه کي دخپلو اړوندو ریاستونو لخوا اماده ګي په ډاګه کړه او له ښاریانو یې وغوښتل د کندهار ښار په سرسبزۍ ا وسمسورتیا کي ښاري مسؤلیت اداکړئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښار کي د نیالګیو کښېنولو لړۍ پیل سوه.