په شپږمه ناحیه کښي د ګذر خبرو اترو غونډه جوړه سوه.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۲:۰
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه هاشمي پر داسي مهال چي د ناحیې امر او د شپږمي ناحیې ولسي مشرانو یې ملتیا کول په شپږمه ناحیه کښي یې د ګذر خبرو اترو مجلس جوړ کړ.

یاد مجلس ته د ښاري حکومتولۍ رئیس پرانستونکې وینا وکړه هغه د خپلو خبرو پرمهال وویل د ګذر دخبرو اترو د غونډي څخه یې هدف دا دی چي د ناحیو اوسېدونکي خپل اړوند مسؤلین وپېژني،له چارو او کارونو یې خبر واوسي،د ولس او دولت ترمنځ همږغۍ موجوده سي،د ناحیو اوسېدونکوته په ورځني چارو کښي اسانتیاوي رامنځته سي،ښاري حکومتولۍ ته لاره هواره سي، د دولت په تصامیموکښي خلګوته د ګډون زمینه برابره سي او په صورت عموم کښي ولس او دولت یو واحد کار په ښه توګه سره سرته ورسوي،د شپږمي ناحیې امر ادریس احمد یار د شپږمي ناحیې لپاره پر راتلوونکو پلانونو،روانوچارو،دناحیې او خلګو ترمنځ پر ښې همږغۍ بحث وکړ.

په ننني مجلس د برېښناریاست استازو د موجوده برق جګشنونو په اړه معلومات وړاندي کړه او د مربوطه حوزې د پولیسو او ملي امنیت مسؤلینو هم د خپله اړخه د مجلس د ګډؤنوالو سره دخلګو او پولیسو پر ښې همږغۍ بحث وکړ.

وروسته د مجلس د ګډونوالو سوالونوته هم د مربوطه مسؤلینو لخوا جوابونه وویل سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په شپږمه ناحیه کښي د ګذر خبرو اترو غونډه جوړه سوه.