د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي.

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۲:۳۷
د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي

د مرکز څخه راغلي پلاوي چي دسیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې استازی،ښاري پراختیاوزارت استازو او اړوندو ادارو استازو څخه جوړ ګډ پلاوی وو چي نن یې د کندهار ښاروالۍ د مرستیال عتیق الله حمید او دناحیو له امرینو سره مجلس درلودی. په مجلس کي دکندهار ښاروالۍ مرستیال عتیق الله حمید د مرکز څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چي یاد پلاوی چي دڅو ادارو څخه جوړ دی د دې لپاره کندهار ښار ته راغلی دی ترڅو دلته د ناحیو او ولسوالیو حدودات معلوم کړي،او موجوده ستونزي حل کړي هغه د ناحیو له امرینو وغوښتل چي د راغلي پلاوي سره پوره همکاري وکړې وروسته د راغلي پلاوي په استازیتوب د سیمه ایزو ارګانونو دخپلواکي ادارې استازي د خپل سفر هدف مجلس ته وړاندي کړچي دطرزالعمل سره سم غواړي د افغانستان دنورو لویو ښارونو ترڅنګ کندهار ښار کي هم له ناحیو او ولسوالیو حدود معلوم کړي ترڅو دلته ښاري نظم په اوجود راوړل سوی وي،په ښه توګه سره متوازني پراختیا ته زمینه برابره سوې وي،

د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي


دناحیو اوسېدونکوته خپل د ناحیې سرحد معلوم سوي وي او په دې برخه کي پرتې ستونزي حل اوفصل سوي وي هغه همداراز وویل د ناحیو امرین او د اړوندو ادارو استازو د مرکز څخه د راغلي پلاوي سره په ګډه همږغي او همکاري سره دا ثابته ولای سي چي په ښه توګه سره به د کندهار ښار دناحیو او ولسوالیو حدود په تخنیکي توګه سره معلوم سي . وروسته د ناحیو د امرینو او د اړوندو ادارو د استازو هغه پوښتونو ته هم مربوطه استازوجوابونه وویل کوم چي په دې برخه کي یې درلودل یاده دي وي چي یاد پلاوی به نن خپل کار پیل کړي ا وپه تخنیکي توګه سره به دناحیو او ولسوالیو حدود معلوم کړئ.
 

د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي
د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي د کندهار ښار او ولسوالیو حدود معلومیږي

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS